ایکناخبری آژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ په لاهور ښار کې په زرګونو مظاهره چیانو د پلې کارډونو په اوچتولو سره د صهیونیسټ رژيم او ځینو عربو هیوادونو د اقداماتو په محکومولو سره ، د فلسطین دم لت په ضد ددغه جنایتکار رژيم د جنایتونو د درولو او دنیواکګرۍ د ختمولو غوښتنه کوله .
مظاهره چیانو د امریکا او اسرائیلو په ضد په شعارونو ورکولو سره د فلسطینیو ټاټوبو د نیواک د زیاتولو پشمول د سیمې د ملتونو دټارګټ کولو لپاره له استکباري قدرت سره د قدس دنیواکګر رژیم همپالنه محکومه کړه او پر اسلامی هیوادونو ئې غږ کړی ، چې له غاصبانوسره داړیکو دعادي کولو په ځاي کې دې د خپلو مقدساتو دساتلو او د اسلامی امت د یو ځاي کیدا په هڅه کې شي . د وي دغه را د فلسطین دمقاومت په ملاتړ سره ، د اسلامی ملتونو په وړاندې په تیره بیا د ایران دسوله ایز ایټمي پروګرام په ضد د کارړنګونو په وړاندې د امریکایرغلیز کړچار له مسلمانانو سره دښمني وبلله .
په دغې مظاهرې کې په ګډون سره د لاهور د عروةالوثفی علیمه حوزې مشر علامه جواد نقوي د خپلواکه هیوادونو په تیره بیا دایران په وړانډې دامریکا غرضي کړچار په کلکه محکوم کړ او وې وئيل ، واشنګټن د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب یو ورانکار رول لوبولی ، په داسې حال کې چې اسلامی ایران د سوله ایزو ایټمی پروګرامونو د پراختیا لپاره له روا حقه برخمن دی .